د پنجشېر ولایتي چارواکی وايي، چې په دې ولایت د زمردو کان کیندنې جواز لګښت له ۹۰ زره افغانیو څخه ۲۵ زره ته راټیټ شوی دی. ځایي مسوولینو د یاد اقدام موخه استخراج کوونکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرول ښودلي دي. د پنجشېر ولایت مقام د معلوماتو پر بنسټ، تېره کال د ۴ میلیونه او ۱۷۸ زره ډالرو په ارزښت د دې ولایت ۱۱۱ زره ۵۷۰ قیراطه زمرد پلورل شوي دي.




































