په اسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو موسسې (CWSA) د بامیانو ولایت د یکهولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ کې ۸۰۰ بېوزلو کورنیو ته د سروې له ترسره کېدو وروسته د پنځم پړاو نغدې مرستې وېشلې دي. د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې پړاو کې هرې کورنۍ ته ۲،۵۹۴ افغانۍ ورکړل شوې دي. د خبرپاڼې له مخې، پر دغو کورنیو ټولټال ۲ میلیونه او ۷۵ زره او ۲۰۰ افغانۍ وېشل شوې. بل لور ته، د یادې سیمې بېوزلې کورنۍ دا مرستې کافي نه بولي او له نورو مرستندویه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو غوښتنه کوي.




































