د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال د دغه ولایت په ۴ ولسوالیو سره رود، دره نور، کوټ او خوږیاڼو کې پر ۴۰۶ جریبه ځمکه ځمکني توتان کرل شوي دي، چې اټکل کېږي شاوخوا ۶۷۰ مټریک ټنه حاصل به ترې ترلاسه شي. د مسوولینو په خبره تېر کال په همدې ولایت کې پر ۳۰۶ جریبه ځمکه ځمکني توتان کرل شوي وو او شاوخوا ۵۸۷ ټنه حاصل ترې ترلاسه شوی و. بلخوا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې په ۱۴۰۴ کال کې په ټول هېواد کې د ځمکنیو توتانو تولید ۹ سلنه زیات شوی و. د دې وزارت په وینا، تېر کال په مجموع کې پر ۱۰۸۱ هکټاره ځمکه په شپږو ولایتونو کې ځمکني توتان کرل شوي وو، چې بلخ، هرات او ننګرهار د ډېرو حاصلاتو له مخې مخکښ ولایتونه بلل شوي دي.




































