د افغاني سرې میاشتې ټولنې لوی رییس شیخ شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له رییس ډاکټر حسام فیصل سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د بشري همکاریو پر پیاوړتیا، د مرستو په تنظیم او د همغږۍ پر زیاتوالي او د فعالیتونو ګټورتیا لپاره پر عملي لارو چارو خبرې شوې دي. دغه راز دې په دې کتنه کې د روغتیايي خدمتونو پر پراختیا، اړمنو ته پر وخت د مرستو لپاره د میکانیزم په جوړولو هم خبرې شوې دي.




































