غزه کې روغتيايي کارکوونکي وايي له اسراييلو سره پوله کې د اونيزې مظاهرې د لومړي تلين په احتجاج کې څلور فلسطينيان وژل شوي دي. د حماس لخوا جوړو شويو دغو مظاهرو کې لسگونه زره خلکو گډون کړى وو. د مظاهرې پرمهال د پولې اسراييلي اړخ کې پر عسکرو ډبرې او پترولي بمونه وغورځول شول. اسراييلي عسکرو پر لاریون کوونکو ډزې وکړې او اوښلن ګاز يې وکاراوه چې د پولې پر لور د مظاهره کوونکو د راتگ مخه ونيسي. په دې لاریون کې لږ تر لږه ۲۰۷ فلسطینیان ټپیان شوي دي. دا د اسراییلو پر پوله د پخوانیو احتجاجونو په پرتله کم تلفات بلل کیږي، ځکه تر دې وړاندې کله چې امریکا په اسراییلو کې خپل سفارت بیت المقدس ته ولېږداوه، په غبرګون کې یې فلسطینیانو مظاهرې وکړې چې ددې هېواد څه باندې ۶۰ وګړي پکې ووژل شول.





































