د ملګرو ملتونو د چیني ژبې د ۱۷مې ورځې په مناسبت فعالیت د اپریل په ۱۳مې نېټې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې ترسره شو.
دغه فعالیت په ملګرو ملتونو کې د چین د ډیپلوماتیک پلاوي او چین میډیا ګروپ په ګډ کوربتوب ترسره شوی دی.

د چین ميډیا ګروپ مشر شن های شیونګ ياد فعالیت ته وېډیويي پیغام لېږلی دی.
په دغه فعالیت کې په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو څونګ او د ملګرو ملتونو د نړیوالو نشراتو ادارې د مرستیالې سکرترې میلیسه فلیمینګ په شمول څه باندې ۲۰۰ مېلمنو ګډون کړی و.




































