د چين ميډيا ګروپ د فلمونو کلتوري مېله د اپريل په ۱۵مه نېټه د دغه هېواد د جه جيانګ ولايت په نينګبو ښار کې پرانيستل شوه، چې په ترڅ کې به یې د ”فلم+“ اقتصاد په محور د له فلمي چارو د ليدنې، د غير مادي کلتوري ميراثونو د ښودنې، د ځايي سيلانيزو چارو د ژباړې يو لړ فعاليتونه ترسره شي، څو نړيوال د چيني فلمونو د کتلو له لارې د دغه هېواد په اړه کره معلومات ترلاسه کړي.
د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اېن او د چين ژنمين پوهنتون د ۴۱ هېوادونو د ۱۲زرو کسانو ترمنځ يوه سروې ترسره کړې او پايله يې ښيي چې د چين فلمونه د نړيوالو لخوا د دغه هېواد د درک يوه مهمه کړکۍ ګرځېدلې او کلتور او فلمونه یې د بهرنيو کتونو پاملرنه راجلب کړې او د خوښۍ وړ يې ګرځېدلي دي.
د دغې سروې ۸۱.۶ سلنه ګډونوال پر دې نظر دي، چې د چين کلتوري ځواک او اغېزه د چټکې پياوړتيا په حال کې دي؛ ۷۸.۶ سلنه ګډونوالو یې د چين کلتورونه جلبونکي بللي؛ ۸۲.۲ سلنه ګډون کوونکو يې بیا ويلي، کله چې څوک د چين له کلتورونو سره اشنايي پيدا کړي او ښه پرې پوه شي، نو دغه هېواد به ښه درک کړای شي.




































