د چين د رېل پټلۍ ملي ګروپ د اپرېل په ۱۶مې نېټې خبر ورکړی، چې اړوندې څانګې يې د روان کال په لومړۍ ربع کې په کوردننه او بهر همغږې او ژورې همکارۍ کړي، د چین – اروپا ريلوۍ اکسپرېس د اورګاډو تګ راتګ تنظیم یې پیاوړی او د نړیوالو لوژستیکي خدماتو کیفیت او موثریت یې لوړ کړی دی.

شمېرې ښيي، د روان کال په لومړۍ ربع کې د چین – اروپا ريلوۍ اکسپرېس ۵۴۶۰ اورګاډو تګ راتګ کړی او د کارګو۵۴۶ زره معیاري کانټینرونه يې لیږدولي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۲۹ سلنه او ۲۲ سلنه زیاتوالی لري.
اوسمهال، د چین – اروپا ريلوۍ اکسپرېس اورګاډي د چین او د ۲۶ اروپایي هېوادونو ۲۳۵ ښارونو په منځ تګ راتګ کوي او د خدماتو پراخوالي یې ټوله اسیا او اروپا پوښلې ده.




































