د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د اپرېل په ۱۶مې نېټې په پلازمېنې بېجینګ کې د ایټالیې له مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني سره لیدلي دي.

وانګ يي له نوموړي سره په لیدنې کې چین او ایټالیا هراړخیز ستراتیژیک همکاران بللي او ويلي يې دي، چې دواړه هېوادونه د متقابلو ګټورو همکاریو د ژورولو لپاره ګډې ګټې او پراخ امکانات لري.
نوموړي ويلي، چین به له ایټالیا سره د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمه اجماع پلې کړي، د لوړې کچې او ټولو کچو تبادلې به ورسره وساتي، متقابل تفاهم، باور او همکارۍ به ورسره پياوړې کړي او د خپلمنځي اړیکو سالم او باثباته پرمختګ به یې وهڅوي.

تاجاني ویلي، ایټالیا په نړیوالو چارو او د ملګرو ملتونو په شمول څو اړخیزو ډګرونو کې د چین مهم نفوذ ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د مهمو نړیوالو او سیمه ییزو مسئلو د حل لپاره د چین د دولت رئیس شي جین پینګ له وړاندیزونو او نوښتونو څخه ملاتړ کوي.
نوموړي ويلي، ایټالیا به له چین سره څو اړخیزې همغږۍ پیاوړې کړي او د نړیوالې سولې او پرمختګ د ساتلو لپاره به ورسره ګډ کوښښونه وکړي.




































