د چین او ترکمنستان د طبیعي ګازو د ستراتيژيکې همکارۍ د ۲۰مې کلیزې د سیمینار په اړه نندارتون د اپرېل په ۱۶مه نېټه د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې جوړ شو، د دواړو هېوادونو څه باندې ۵۰۰ اقتصادي او سوداګریزو استازو پکې ګډون کړی دی.
دغه نندارتون د چین د نړیوالې سوداګرۍ هڅوونکې کمېټې او د ترکمنستان د صنعت او سوداګرۍ ټولنې په ګډه کوربتوب شوی او پکې د تېلو، طبیعي ګازو، ترافیک، مخابراتو، مصنوعي ځيرکتیا او ښوونې او روزنې په شمول برخو کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ لاسته راوړنې نندارې ته ښودل شوې دي.
د دواړو خواوو استازو د انرژۍ او لوړې ټېکنالوژۍ په شمول برخو کې د خپلمنځي همکارۍ په هکله د نظریو تبادلې هم وکړې.




































