د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، صدراعظم عثماني، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، چې پروژې باید اغیزمنتیا، روڼتیا او د کرنیز سکټور اساسي اړتیاوو ته په کتو پلې شي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د همغږۍ پر دوام، د همکاریو پر پراختیا او د تخمونو، کیمیاوي سرې او د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي په برخه کې د اغېزمنو پروژو پر تطبیق ټینګار کړی.




































