د عدلیې وزارت ویلي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې یې ۳۵۶ نویو مدافع وکیلانو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي. د یاد وزارت په وینا، دا اقدام د حقوقي خدمتونو د پراختیا او خلکو ته د لا ښه لاسرسي په موخه ترسره شوی دی. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، سربېره پر دې، د څه باندې ۱۷۰۰ مدافع وکیلانو جوازونه هم غځول شوي، څو هغوی وکولی شي خپل مسلکي فعالیتونو دوام ورکړي. چارواکي زیاتوي چې د جوازونو د ورکولو او غځولو بهیر د قانوني اصولو او ټاکلو معیارونو له مخې ترسره کېږي. د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول هېواد کې ۲۱۲۳ مدافع وکیلان په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي او د خلکو حقوقي استازیتوب کوي.




































