نیویارک ټایمز د باخبره سرچینو له قوله ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال، چې ۴۰۰ ماشومان هم پکې شامل دي، له قطر څخه کانګو ته ولېږدوي. ویل کېږي دا کسان، چې پکې د امریکا د پوځ ژباړونکي او پخواني سرتېري هم شامل دي، دا مهال د قطر په السیلیه پنډغالي کې مېشت دي. سرچینې زیاتوي، کډوالو ته دوه انتخابونه ورکړل شوي: یا افغانستان ته ستنېدل او یا کانګو ته لېږد. بشري فعالان خبرداری ورکوي چې کانګو د نورو کډوالو د منلو کافي ظرفیت نه لري او دې پرېکړې اندېښنې راپارولي دي.




































