سنجي بنجیامین، چې مخکې د عیسویت پیرو و، په کندهار کې د خرقې مطهره په ریاست کې د کلمې په ویلو سره اسلام دین قبول کړ. د خرقې مطهرې د ریاست مسوولینو ویلي، نوموړي په خپله خوښه اسلام ومانه او د اسلامي عقایدو او ارزښتونو د منلو ژمنه یې وکړه. چارواکو پر دغه ۳۹ کلن بهرني د “احمد” نوم کېښود او ورته یې د اسلام د بنسټیزو اصولو او عباداتو په اړه لومړنۍ لارښوونې هم وکړې.




































