د بغلان د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست ويلي، چې په یاد ولایت کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د یاد ریاست په وینا، د خنجان ولسوالۍ باجګاه دره کې د سېلابونو له امله درې کسان مړه شوي او ۱۵ کورونه ویجاړ شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د هوا پېژندې ادارې نن همد هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل کړی.




































