د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر نورالله نوري د هېواد د تېرو ۲۰ کلونو جګړو ته په اشارې ویلي، چې د افغانستان خلک له جګړې او نا امنۍ ستړي شوي او نور د تاوتریخوالي دوام نه غواړي. نوري په بدخشان کې په یوه ولسي غونډه کې ویلي، چې له هېواده بهر کسانو ته عمومي بښنه اعلان شوې او له هغوی یې وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي او خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. هغه په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې افغانستان له ۴۸ کلونو جګړې او بېثباتۍ وروسته اوس د پرمختګ او پراختیا تمرکز ته اړتیا لري.




































