د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې افغانستان هڅه کوي د نړۍ له هېوادونو سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې او پیاوړې کړي. د هغه په وینا، د بهرنیو چارو وزارت توانېدلی چې د افغانستان سیاسي استازولۍ په څه باندې ۴۰ هېوادونو کې فعالې وساتي. مجاهد ټینګار کوي چې له بېلابېلو هېوادونو سره رغنده تعامل د حکومت د بهرني سیاست له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.




































