بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هغه هېوادوال چې دا مهال په قطر کې د امریکا د ویزې په تمه دي، کولی شي په ډاډه زړه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. یاد وزارت ویلي، د رسنیو د راپورونو له مخې ځینو افغانانو ته د امریکا له خوا دا انتخاب ورکړل شوی چې یا خپل هېواد ته راستانه شي او یا په درېیم هېواد کې پاتې شي. په اعلامیه کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې د هېڅ وګړي لپاره امنیتي ګواښ نشته، او هغه کسان چې غواړي نورو هېوادونو ته سفر وکړي، کولی شي د قانوني لارو سفر وکړي.




































