د قزاقستان د سیمهییزې ایکولوژیکې سرمشریزې له پای ته رسېدو وروسته، د افغانستان پلاوي د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو او د چاپېریال د ساتنې په برخه کې پر پراخې سیمهییزې همکارۍ ټینګار وکړ. افغان استازو، چې مشري یې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیعالحق خالص کوله، ویلي چې افغانستان د اقلیمي بدلون، د اوبو کمښت، د ځمکې د تخریب او د یخچالونو د وېلې کېدو له جدي ګواښونو سره مخ دی او د دې ستونزو حل یوازې د ګډو سیمهییزو هڅو له لارې ممکن دی. په دې سرمشریزه کې افغان پلاوي له نړۍوالو او سیمهییزو شریکانو وغوښتل چې د اقلیمي تمویل کچه لوړه کړي، د شنو او نوې ټکنالوژۍ کارونه پراخه کړي، د وختي خبرداري سیسټمونه پیاوړي کړي او د طبیعي سرچینو د اغېزناک او دوامدار مدیریت لپاره عملي ګامونه واخلي.



































