په فراه ولایت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) په ملاتړ د نجونو یو ښوونځی بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د سرچینې د مالوماتو له مخې، دا ښوونځی د یاد ولایت مرکز اړوند په چهارباغ کلي کې جوړ شوی او لګښت یې ۳۴۵ زره امریکايي ډالره دی. د دې ښوونځي ودانۍ دوه پوړه لري او ۱۶ درسي ټولګي پکې شامل دي. همداراز، ښوونځي ته د اوبو څاه، د اوبو ذخیره، لمریز برېښنا سیستم، د لوبو میدان او نورې اسانتیاوې برابرې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لا هم پر ځای دی.




































