د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو این ایف پي اې) خبر ورکړی چې د چین په همکارۍ په روغتیايي مرکزونو کې میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ته د پاملرنې کڅوړې وېشي، څو د هغوی له روغتیا ملاتړ وشي. د دغه سازمان د راپور له مخې، د کڅوړو د وېش ترڅنګ دا پروګرام د یوې پراخې طرحې برخه ده چې موخه یې د پوهاوي لوړول او میندو ته د روغتیايي زدهکړو برابرول دي. یاد پروګرام د روغتیايي خدماتو ته د میندو د لاسرسي ښه کولو او د امیندوارۍ او زېږون پر مهال د خطرونو د کمولو لپاره عملي کېږي. دا په داسې حال کې ده چې په لرې پرتو او کلیوالو سیمو کې ګڼې ښځې، په ځانګړې توګه امیندوارې، د روغتیايي اسانتیاوو د کموالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.




































