د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر جاو شېنګ سره کتلي دي. کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې. د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، په دې لیدنه کې حقاني ټینګار کړی، چې د افغانستان حکومت د عمومي ثبات غوښتونکی دی او ټول تمرکز یې د ولس د ستونزو پر حل او هوساینه دی. ورته مهال، په دې لیدنه کې د سیمهییزو ستونزو په حل کې د چین د هڅو پر ارزښت ټینګار شوی.




































