ا.ا په یوه خپره شوې اعلامیه کې د غويي اوومې کودتا غندلې او ویلي یې دي چې د دې پېښې هدف د کمونیستي اشغال لپاره زمینه برابرول څو پر هېواد د کمونیستي عقیده تحمیل شي. په اعلامیه کې د پخواني شوروي اتحاد یرغل هم په کلکو ټکو غندل شوی، خو د غويي اتمه نېټه چې د مجاهدینو د بریا د ورځې په نوم یادیږي، ستایل شوې او د هېواد په تاریخ کې یوه لویه بریا بلل شوې ده. همدارنګه اعلامیه د پخوانیو تنظیمي جګړو یادونه هم شوې او پر هغو یې نیوکه کړې، ویلي یې دي چې دغه جګړې په هېواد کې د شرعي نظام د ټینګښت هیلې زیانمنې کړې او د خلکو د ثبات او سولې بهیر یې له خنډ سره مخ کړی و. په پای کې د ا.ا له لوري د اوسني نظام د ساتنې او پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار شوی.




































