په وینزويلا کې د روان وضعیت له امله د روسیې او امریکا ترمنځ سیاسي کړکېچ د زیاتېدو په حال کې دی.
دغه کړکېچ وروسته له هغې زیات شو، چې د روسیې حکومت وړمه ورځ په وینزويلا کې د خپلو پوځيانو د حضور ملاتړ وکړ.
د وینزویلا لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي، ایلیوت ابرامز د تېرې جمعې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي وو، چې د امریکا حکومت اټکل کوي چې سل روسي پوځيان وینزویلا ته تللي دي.
ایلیوت ویلي وو چې روسي پوځيان د وینزویلا د هوايي دفاع پر راکټي سیسټم، اېس ۳۰۰ کار کوي چې ښايي په وروستیو کې د برېښنا د نشتوالي له امله ضرر ورته رسېدلی وي. واشنګټن په وینزویلا کې د دغو پوځيانو د حضور غندنه کړې، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د واشنګټن اندېښنه رد کړې ده.
روسیې ويلي چې د پوځي متخصصانو یوه ډله یې د همکارۍ لپاره وینزویلا ته استولې ده. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا په یوه بیان کې ویلي: «روسیې کاراکاس ته د خپلو څارونکو د استولو هدف څرګند کړی دی. دا په پوځي ډلګیو پورې اړه نه لري».
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې دوو پوځي الوتکو نږدې یوه اونۍ وړاندې، وینزویلا ته ځینې پوځیان او پوځي تجهیزات ولېږدول.
د امریکا د حکومت د ملي امنیت سلاکار، جان بولټن د تېرې جمعې په ورځ خبرداری ورکړ، چې بهرني لوبغاړي دې وینزویلا ته د خپلو پوځي پانګو له استولو ډډه وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم له روسیې غوښتي، چې خپل پوځیان له وینزویلا وباسي؛ خو مسکو ویلي چې روسي پوځیان به د اړتیا تر وخته هلته وي.
په ورته وخت کې د روسیې د وسلو صادراتي شرکت روسبورون اکسپورټ، د شنبې په ورځ ویلي، چې د پوځي هليکوپټرو د پيلوټانو د روزنې یو مرکز یې په وینزویلا کې پرانیستی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحده ایالتونو په ګډون، د نړۍ څه باندې پنځوسو هېوادونو په وینزویلا کې د اپوزیسیون مشر، خوان ګوایدو رسماً د دغه هېواد د جمهور ريیس په توګه پېژندلی دی؛ خو روسیه او چین په وینزویلا کې د لانجمن ولسمشر نیکولاس مادورو ملاتړ کوي. د وینزویلا اپوزیسیون وايي چې مادورو د جمهور ریيس په توګه مشروعیت بایللی دی.





































