د ترانسپورت وزارت د هواپیژندنې ریاست د هیواد په ۹ ولایتونو کې نن د باران او سیلاونو اټکل کړی دی. په نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، پکتیا ، میدان وردګ ، بغلان، تخار، او بدخشان کې نن پنجشنبې د شدیدو بارانونو ، تلندې او برښنا اټکل شوی دی. دباران کچه له ۱۰ تر ۲۰ ملي میترو اټکل شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو اونیو کې په هیواد کې د بارانونو او سیلابونو له امله سلګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.



































