د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې رواني روغتیايي مشورې او بشري ملاتړ کولای شي په افغانستان کې د ښځو او نجونو د روحي او ټولنیز وضعیت په ښه والي کې مهم رول ولوبوي. یاد سازمان ویلي، هغه ښځې چې تر ملاتړ لاندې راغلې، ښيي چې د مشورې خدماتو او ملاتړیزو پروګرامونو د مور او ماشوم د پاملرنې په مرکزونو کې زیانمنو ښځو ته عملي مرسته کړې ده. د راپور له مخې، لومړنۍ رواني مرسته، انفرادي مشورې او د خوندي چاپېریال رامنځته کول د ښځو د اضطراب، وېرې او نورو رواني ستونزو په کمولو کې اغېزناک تمام شوي دي.



































