د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په برلاس کلي کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه تنه مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار ویلي، دا پېښه پرون مازدیګر د فیضاباد–کشم پر لاره د یوه باروړونکي موټر او لېنډکروزر تر منځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده. کامګار ویلي، په دې پېښه کې پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.



































