د معیار او کیفیت ملي ادارې ویلي، چې د هرات له اسلام کلا بندر څخه یې د اوسپنې درې محمولې چې ټولیز وزن یې ۷۰ ټنه دی، بېرته صادروونکي هېواد ته ګرځولي دي. د معیار او کیفیت ادارې په وینا، یادې محمولې یې له دقیقو څېړنو او ارزونو وروسته د اړینو معیارونو د نه پوره کولو له امله بېرته ګرځولي دي. د معیار او کیفیت ملي ادارې ویلي د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر په شفاف، منظم او جدي ډول دوام لري.



































