د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې په دې ولایت کې د ځمکنیو توتانو د کرکېلې کچه لوړه شوې او اوس په شاوخوا ۲۰ جریبه ځمکه کرل شوي دي. د دوی په وینا، تمه ده چې سږ کال یوازې په کندهار کې د ځمکنیو توتانو حاصلات شاوخوا ۸۰ ټنو ته ورسېږي. مسوولین وايي، ځمکني توتان د کوکنارو ښه بديل دی او د کرنې پراختيا لپاره يې هڅې روانې دي. دوی وايي، دا محصول له اقتصادي پلوه ګټور دی او د دودیزو کښتونو په پرتله لږو اوبو ته اړتیا لري. کندهار چې يو حاصلخیزه ولايت دی، بېلابېل ډول مېوې او تازه سبزيجات په کې ښه پایله ورکوي او هر کال د مېوو او سبزيو په حاصلاتو کې د پخوا په پرتله زياتوالی راځي.



































