د افغاني سرې میاشتې رییس شیخ شهاب الدین دلاور د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي سره کتنه کې د بشردوستانه همکاریو پر پراختیا، د بېځایه شویو کورنیو او راستانه شویو کډوالو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي. نوموړي همداراز د زړه سوري لرونکو ماشومانو لپاره د ځانګړي روغتون د جوړېدو خبر ورکړی، چې په وینا یې هر کال به زرګونه ماشومان پکې جراحي عملیات ترلاسه کړي. په دې لیدنه کې د بریتانیا ځانګړي استازي ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې له افغاني سرې میاشتې سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.



































