د هرات ولایت د ولسي مرستو مسوولین وایي، چې د غزې لپاره د مرستو د ۱۲۴م پړاو په ترڅ کې له دغه ولایت څخه شاوخوا ۶۵۰ زره امریکایي ډالر نغدي مرسته راټوله او لېږل شوې ده. د مالوماتو له مخې، د مرستو د ۱۲۳م پړاو پر مهال هم د لوېدیځ زون د خلکو له لوري ۶ زره امریکایي ډالر غزې ته استول شوي وو. مسوولین زیاتوي، چې دغه مرستې د رفح په ګډون د غزې بېلابېلو سیمو ته لېږدول کېږي او د اړمنو کسانو ترمنځ په شفاف ډول وېشل کېږي.



































