د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره مټریک ټنو څخه زیات شي. د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې پر شاوخوا ۲ زره او ۲۱ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوي او اټکل کېږي له دغو بڼونو څخه به ۱۱ زره او ۳۲۰ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شي. دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د دې ولایت شاوخوا یو زرو او ۹۹۱ جریب بڼونو څخه شاوخوا ۱۱ زره او ۲۲۳ مټریک د شفتالو حاصلات ترلاسه شوي وو.



































