د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت له لسګونه روغتیایي مرکزونو سره د درملو او طبي تجهیزاتو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوې ده. د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس محمد حسن عاصم ویلي، چې د دغه ولایت له ۸۰ روغتیایي مرکزونو سره د «ادا» بنسټ له لوري د ۱۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د درملو او طبي تجهیزاتو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه. نوموړی وایي، چې دغه درمل او طبي تجهیزات به د هر مرکز اړتیاوو ته په کتو په منظم ډول پر یادو روغتیايي مرکزونو ووېشل شي، چې ورسره به د روغتیایي خدمتونو کیفیت ښه او خلکو ته به معیاري خدمات وړاندې شي.



































