د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی، چې د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې یې ۱۰۳ ټنه بېکیفیته ودانیز توکي، چې له کورنیو معیارونو سره یې سمون نه درلود، بېرته صادرونکي هېواد ته ور ګرځولي دي. د یادې ادارې مسوولینو ویلي، چې پر دغو توکو بار درې موټرو تر کره ارزونې او تخنیکي څېړنو وروسته د اړینو معیارونو د نه پوره کولو له امله افغانستان ته د واردېدو اجازه نه ده ترلاسه کړې. د سرچینې د مالوماتو له مخې، په دغو توکو کې ۵۱.۶ ټنه اېزوګام، ۳۳.۴ ټنه ګاډر او ۱۸.۶۹ ټنه کاشي شامل وو. یادې ادارې نه دي ویلي چې دغه توکي له کوم هېواده وارد شوي وو، خو د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې تر ډېره له ایران څخه سوداګریز توکي واردېږي.



































