د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو ویلي، چې د کاسا-۱۰۰۰ برېښنا لېږد پروژې چارې د افغانستان په خاوره کې نږدې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي. د یاد شرکت ویاند محمدصادق حق پرست وايي، ټاکل شوې دا پروژه د ۲۰۲۷ کال تر لومړۍ ربع پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. کاسا-۱۰۰۰ د منځنۍ اسیا څخه سویلي اسیا ته د برېښنا د لېږد مهمه سیمهییزه پروژه بلل کېږي. مسوولین وایي، د پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان هر کال د ټرانزیټ له درکه میلیونونه ډالر عواید ترلاسه کړي او د ارزانه برېښنا لاسرسی به هم زیات شي. چارواکي ټینګار کوي، چې دغه پروژه به د افغانستان اقتصادي، ترانزیټي او سیمهییز رول لا پیاوړی کړي.



































