قطر له امریکا غوښتي چې په دغه هېواد کې مېشت افغان پناهغوښتونکي د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر میاشتې پورې نورو هېوادونو ته ولېږدوي. د راپورونو له مخې، قطر او امریکا هوکړه کړې چې د «اېس سیلیه» کمپ کې د افغانانو حضور به تر ۲۰۲۶ کال پورې په موقتي ډول دوام وکړي. قطر ټینګار کړی چې د یاد کمپ د افغان پناهغوښتونکو برخلیک باید ژر روښانه او دا وضعیت لنډمهالی پاتې شي. اوس مهال له ۱۱۰۰ څخه ډېر افغانان، چې په ۲۰۲۱ کال کې دوحې ته انتقال شوي وو، په همدې کمپ کې ساتل کېږي. قطر له واشنګټن غوښتي چې د ټاکل شوې مودې تر پای وروسته د دغو افغانانو د لېږد او مېشتېدو بشپړ مسوولیت پر غاړه واخلي.

































