د رئیس الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تېر ماښام په ارګ کې د قرهقالپاقستان د پارلمان له رئیس امان بای اورینبایف سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا، د سوداګرۍ، ترانزیټ، فرهنګ او ګرځندوی برخو کې د اړیکو د لا ټینګښت، په افغانستان کې د پانګونې د شته فرصتونو او همدارنګه د کرنې او تخنیکي همکاریو په اړه خبرې شوې دي. مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د اسلامي امارت مشرتابه تل له ټولو ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له اوزبیکستان سره د دوستانه او ورورولۍ اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی. بلخوا، امان بای اورینبایف وویل، ټاکل شوې سبا په مزارشریف ښار کې د افغانستان او د قرهقالپاقستان جمهوریت ترمنځ سوداګریزه خونه پرانیستل شي. هغه زیاته کړه چې دوی کولای شي د خامو موادو د پروسس په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي او نږدې سوداګریزې اړیکې رامنځته کړي.




































