د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۱۲مې نېټې د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو يې ورسره خبرې کړي دي.
شي جين پينګ له تاجکستاني سیال سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد به یې د تاجکستان د هغو اقداماتو ملاتړ ته دوام ورکړي، چې خپل وضعيت ته په کتو د پرمختګ لاره یې غوره کړې او خپله خپلواکي، ملي حاکميت او امنيت ساتي.
نوموړي ويلي، چين او تاجکستان دې د کمربند او لارې د باکيفیته ګډې ابادۍ په محور د پرمختګ ستراتيژۍ سره پيوست کړي او د متقابلو خواوو د پرمختيايي موخو د پوره کولو لپاره دې يو له بل سره مرستې وکړي.
شي جين پينګ د منځګړيتوب په نړيوال سازمان کې د تاجکستان د شاملېدو هرکلی کړی او هيله يې ښودلې، چې دواړه خواوې د ملګرو ملتونو، شانګهای همکارۍ سازمان او چين – اسيا ميکانيزم په شمول څواړخيزو چوکاټونو کې همکارۍ پياوړې او رښتينی څواړخيزم عملي کړي او د نړيوالې حکومتوالۍ د لا عادلانه او مناسب سيسټم ابادي وهڅوي.
علي رحمان ويلي، تاجکستان او چين د نوې زمانې د هراړخيزو همکاریو اړيکو ته پراختيا ورکړې، د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانسپورت او کرنې په همکاريو کې ښې لاسته راوړنې لري، مهمو پروژو ته يې سالم پرمختګ ورکړی، خپلمنځي کلتوري او انساني تګ راتګ یې زيات کړی او خپلو خلکو ته يې ګټې رسولې دي.
دواړو هېوادونو په همدې ورځ د تلپاتې ښه ګاونډيتوب او دوستۍ همکاريز تړون هم لاسليک کړی دی.
علي رحمان د یاد تړون لاسليک نوي پړاو ته د دوه اړخيزو اړيکو د داخلېدو نښه بللې او په ټينګار يې ويلي، چې تايوان د چين نه بېلېدونکې برخه ده او تاجکستان به د يو چين پېژندنې پر اصل ټینګار ولري.



































