د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د امنیتي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا په لړ کې افغان پولیسو ته په کابل کې ۲ زره او ۳۰۰ نوي موټرسایکلونه او یو شمېر چټک وسایط وېشل شوي دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، په وېشل شویو وسایطو کې ۲۰۰۰ موټرسایکلونه امني پولیسو، ۱۰۰ د کابل امنیه قوماندانۍ پولیسو، ۵۰ د اور وژنې او ۱۵۰ د ترافیکو منسوبینو ته سپارل شوي دي. سرچینې زیاته کړې، چې له دې وروسته به د پولیسو د هر ارګان وسایط ځانګړی رنګ ولري او پخواني وسایط به هم د همدې تګلارې له مخې رنګ شي، څو د پولیسو بېلابېل ارګانونه په اسانه وپېژندل شي.



































