چين د مې په ۱۳مې نېټې د ملګرو ملتونو له يونيسکو سازمان سره د ستراتيژيکو همکاريو د لاپياوړتيا ياداښت لاسليک کړی دی.
دغه یاداښت پنځې برخې لري، چې له مخې یې، چين او يونيسکو به خپلمنځي همکارۍ لاپیاوړې کړي، په ګډه به د نړیوال پرمختګ، امنيت، تمدن او مديريت وړانديزونه چې د رئيس شي جین پینګ له خوا وړاندې شوي، پلی کړي او د تمدني تبادلې او د تجربو د زده کولو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به ګډې هڅې وکړي.
دواړو خواوو د افريقا او اسيا او ارام سمندر کې د نړيوالو ميراثونو د تړون د اجرائيوي وړتيا د لا پیاوړتيا په موخه د چين د باور صندوق د ابادۍ تړون هم لاسليک کړی دی.


































