د چین د سوداګرۍ وزارت وياندې هه يونګ چيان د مې په څوارلسمې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې تېره ورځ د چين او امريکا د اقتصادي او سوداګريزو سلامشورو د چيني لوري مسؤل او مرستيال صدراعظم هه لي فنګ له خپل امریکايي سيال او د دغه هېواد د ماليې وزير سګوټ بېسنټ سره په کوريا جمهوريت کې غونډه ترسره کړې ده.
هه يونګ چيان ويلي، دواړو خواوو د چين او امريکا د مشرانو د مهمې اجماع په لارښوونې د متقابل درناوي، په سولې کې د ګډ ژوند او ګټې- ګټې همکارۍ د اصولو پر بنسټ د يو بل د پاملرنې وړ اقتصادي او سوداګريزو مسئلو او د خپلمنځي واقعي همکاريو د لا پیاوړتيا په هکله د نظريو ډاګيزې، ژورې او رغنده تبادلې کړې دي.
د وياندې هه يونګ چيان په خبره، چين نيت لري چې په راتلونکي ګام کې له امریکا سره د مساواتو، درناوي او ګډو ګټو په رڼا کې د خپلمنځي همکاريو لېست پر له پسې پراخ او د ستونزو او اختلافونو لېست يې لنډ کړي، څو اړيکې يې په سالمه، ثابته او دوامداره توګه پرمختګ ومومي.


































