د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند ګوه جیا کون د مې په څوارلسمې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې نن سهار رئیس شي جين پینګ له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو يې ورسره خبرې کړې دي.
دواړو سیالانو هوکړه کړې، چې چين او امريکا به د ” رغنده ستراتيژيک ثبات“ په موخه خپلمنځي اړيکې ټينګې کړي او دا به په راتلونکو ۳ کلونو او هم په اوږمهال کې د دواړو هېوادونو په اړيکو کې د ستراتيژيکې لارښوونې رول ولوبوي.
وياند ګوه جيا کون ويلي، د ” رغنده ستراتيژيک ثبات“ اړيکې بايد د همکارۍ، سالمې سيالۍ، د اختلافاتو د کنټرول او سولې پر بنسټ له مثبت، سالم، عادي او تلپاتې ثبات څخه ډکې وي.
نوموړي ويلي، چين غواړي له امریکا سره د خپلمنځي اړيکو نوې موخې ته په رسېدګۍ کې په يوه لوري ګامونه واخلي.


































