د روسیې د امنیت شورا سکرتر سرګي شویګو ویلي، مسکو له ا.ا سره د امنیت، سوداګرۍ، کلتور او بشري مرستو په برخو کې د پراخو همکاریو د رامنځته کولو په حال کې دی. د رویټرز د راپور له مخې، نوموړي نور هېوادونه هم هڅولي چې له کابل سره خپلې اړیکې او همکارۍ پراخې کړي. شویګو ټینګار کړی چې له افغانستان سره همکاري د سیمې د امنیت او پرمختګ لپاره مهمه ده. شویګو د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې ټینګار کړی چې دا سازمان باید له افغانستان سره خپل د تماس ګروپ بیا فعال کړي. د شانګهای همکاریو سازمان لس غړي لري او افغانستان پکې د څارونکي په توګه شامل دی.


































