د ۲۰۲۶م کال د چین- منځنۍ اسیا د بشري حقونو د پرمختګ فورم د مې په ۱۴مه نېټه د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې (( د باکیفیته پرمختګ د بشري حقونو پرمختیا هڅول )) په سرليک ترسره شو.
په دغه فورم کې د چین، قزاقستان، قیرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بشري حقونو چارواکو او کارپوهانو په شمول نږدې سلو کسانو ګډون کړی و.
د ازبکستان د بشري حقونو د ملي مرکز مدیر اکمل سیدوف د چین د دولت رئیس شي جین پينګ د هغې مهمې خبرې په قول، چې د بشري حقونو تضمین باید ډېر ښه ترسره شي، ویلي چې د یو هېواد پرمختګ او بشري حقونه باید په ژور پیوستون مخ ته ولاړ شي.
نوموړي بشري حقونه د چین او د منځنۍ اسیا د مختلفو هېوادونو ترمنځ د تبادلو مهمه موضوع او د سیمه ییزو همکاريو پیاوړتیا يې د بشري حقونو پر وړاندې له شته ننګونو سره د مقابلې عملي لایحه بللې ده.

































