د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د مې په ۱۴مه نېټه رسنيو ته ويلي، چې شانګهای ښار به د روانې مياشتې له ۱۸مې تر ۱۹مې نېټې پورې د ايپېک د لوړپوړو چارواکو د دوهمې غونډې کوربه وي.
نوموړي د ايپېک د لوړپوړو چارواکو سږنۍ غونډه د مشرانو هغې غونډې ته د تياري عمده چينل بللی، چې هر کال څلور يا پنځه ځلې ترسره کېږي.
چين د ۲۰۲۶م کال د ايپېک کوربه هېواد دی او د مې له ۱۸مې تر ۱۹مې نېټې پورې به د دغه هېواد په شانګهای ښار کې د ايپېک د لوړپوړو چارواکو دوهمه غونډه ترسره شي.
په دغه غونډه کې به د روان کال د ايپېک د همکاريو منځنۍ ارزونه وشي، د سږ کال د لومړۍ نيمايي لاسته راوړنې به پکې راټولې او وارزول شي او په راتلونکې نيمايي کې به د فعاليتونو او د مشرانو د غونډې د پايلو لپاره چمتوالی ونیسي.

































