د لوړو زدهکړو وزیر، ندا محمد ندیم، د کازان نړۍوال فورم په څنډه کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اورچوک سره کتلي دي. په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او مستقیمو سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې او د دوه اړخیز اقتصادي کمیسیون د پیاوړتیا پر اهمیت یې ټینګار کړی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم ویلي، هغه کړۍ چې د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو د خرابېدو هڅه کوي، باید مخه یې ونیول شي. له بلې خوا، روسي لوري هم هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي.



































