د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن په یوه تازه ټوېټ کې ویلي، پر ایران به د امریکا فشارونه تر هغه دوام ولري، چې دغه هېواد په سیمه کې د خپل رفتار تغیر ته اړ شي. دده په خبره ایرانی حکومت په خپلمنځیو اختلافونو کې ښکېل دی. حکومت یې هڅه کوي په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي او ګاونډیو هېوادونو ته یې تهدېدونه پېښ کړي دي. د بولټن په وینا ایران په سیمه کې لسګونه ناسم فعالیتونه او ناسمې کړنې لرلې دي، خو اوسني فشارونه ددغه هېواد کړنو ته په کتو ډېره کمه سزا ده. ایران د ټرمپ د واکمنۍ له پیله تر دې دمه د امریکا له سختو اقتصادي او سیاسي فشارونو سره مخ دی، خو دغه هېواد یې پر وړاندې مقاومت کوي.





































