په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال دایمي استازي سون لې د مې په ۱۵مه نېټه د فلسطین د ناورین ورځې د یادونې په فعالیت کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د تاریخي نامساواتو د سمون لپاره دې اغېزمن اقدامات غوره کړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، ۷۸ کاله مخکې د منځني ختیځ لومړۍ جګړه وشوه او ګڼ شمېر فلسطیني وګړو خپل کورونه له لاسه ورکړل، خو تر لسیزو وروسته اوسمهال د فلسطینیانو پر وړاندې نامساوات لا هم روان دي. په غزې تړانګه کې د اوربند تړون دوهم پړاو ته غځېدلی، خو اسرائیل لا هم پر غزې بریدونه کړي، خپل نظامي تجهیزات یې پراخ کړي او دغې تړانګې ته د بشري موادو ننوتل یې محدود کړي دي.
سون لې پر دې ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو جوړولو لایحه د فلسطین مسئلې د حلولو لپاره یوازینې لاره ده. نړیواله ټولنه باید د مختلفو خواوو ګډې نظریې راغونډې کړي او د یادې لایحې د عملي کېدو لپاره اغېزمن تدبیرونه ونیسي.



































