د چين د بهرنيو چارو وزارت ويان ګوه جيا کون د مې په ۱۵مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې چين او امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر پر مهال د اقتصادي او سوداګریزو اړيکو د ثبات ساتلو، په بېلا بېلو برخو کې د خپلمنځي عملي همکاريو د پراخولو او د اختلافاتو د ښه حل په اړه مهمې اجماع ته رسېدلي دي.
نوموړي ويلي، چين به له امريکا سره د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمه اجماع ښه پلې کړي او د مساواتو، درناوي او متقابلو ګټو پر بنسټ به ورسره د همکاريو لېست پرله پسې اوږد کړي او ګډو ګټو ته به لاره هواره کړي.



































