د شي جین پينګ د اقتصادي نظریو څېړنیزې ټولګې د هسپانوي بڼې د چاپ او خپرېدو غونډه د چلي په پلازمېنه سانتیاګو کې ترسره شوه. ګډونوالو د شي جین پينګ د اقتصادي نظریو د عملي کېدو، د چین د پرمختګ مفکورې او د چین او چلي ترمنځ د تبادلې او همکارۍ په هکله د نظریو تبادلې وکړې.
د ګډونوالو په اند، د شي جين پينګ اقتصادي نظریې نه یوازې د چین د اقتصادي پرمختګ لارښوونې کړې، بلکې د مختلفو هېوادونو په تېره بیا د مخ پر ودې هېوادونو د خپلو اکتشافي لارو د لټولو لپاره ځیرک او الهام برابر کړی دی.



































